گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ؟
افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ؟

افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ؟

افغانان دکومې  راتلونکې په  انتظارکې ! ؟

 د خوست د ملی احساس د ورځپاڼې څیړونکې او لیکوال فضل وزیرهیله من لیکنه :

که چېرې دګران هېواد افغانستان  تاریخ  ته ځغلند نظروکړو  ، نو هرباب یې په وینو لیکل شوى دى  . دالرغونې او تاریخی خاوره دبشری ژوندانه په هر پېر کې د نړۍ دلویو ښکېلاک کګرو پاچاهانو او هېوادونو د یرغلونو او تیریو ډګر پاتې شوى ،چې دالړۍ  په وقفه یی توګه  ترنن  ورځې را روانه  ده . داڅه کم څلورلسیزې کېږی،چې په ګران افغانستان کې کورګډې خونړۍ جګړه ادامه لری . دغې ویجاړوونکې جګړې  دافغانی ټولنې  دټولنیز ژوندانه بنسټیزه اډانه ورانه  او تباه کړه . د ١٣۵٧ لېږدیز لمریزکال  د غویی میاشتی  د ٧ مې نېټې له اوښتون  وروسته دهېواد عملی غمیزه پیل شوه ،چې له  ځنډ پرته  تر دامهاله په خورا جدیت او شدت سره جاری او دمعصوم اومظلوم افغان ولس وینه په وړیا ډول سره په کې توییږی . له نن څخه لس کاله وړاندې په هېواد کې نوی نظام دچارو سیاسی واګی تر لاسه کړې . نوې ادارې سیاسی او نظامی واک داسې مهال تر لاسه کړ،چې دهېواد دټولنیز ژوند ژواک اډانه په چورلټ ډول سره له منځه تللې او افغانستان په نړۍ کې په یوۀ  ناکامه  دولت بدل  شوى  ؤ . په هېواد کې دنړۍ نامتو ترهګر او جنایتکاران  راټول  شوی،افغانان او افغانستان دواړه یې برمته او یرغمل کړی وو . د انحطاط او اختناق  کچه خپل  وروستنی  پړاو ته رسیدلې او افغان  ټاټوبى له هره اړخه دنړۍ لپاره  په یوۀ  جدی او بالقوه ګواښ بدل شوى  ؤ . دا داختناق او انحطاط توره دوره تر هغووغځېده ، چې بالاخره د ٢٠٠١ زېږدیزکال دسپټمبر میاشتې په ١١ مه نېټه د امریکې پرمتحده ایالتونو ویجاړوونکی  بریدونو وشول ،چې په ترڅ کې یې دواشنګټن او نیویارک ښارونو پرتمینې او اسمان څکی ودانۍ دترهګرو په بریدونو او یرغلونو کې والوزول شوې او ایله نړیواله ټولنه ،چې په سرکې یې دامریکې متحده ایالتونه وو،  دافغانستان په اړه له اوږدۀ ژمنی خوب څخه راویښه شوه . امریکې اوټلوالې یې دملګرو دامنیت شورا د پرېکړې په رڼا کې پرافغانستان  پوځی برید وکړ اودطالبانو ارتجاعی او متحجر  رژیم    یې خچ – پچ  پړمخې  رانسکورکړ .  افغان ځورېدلی او کړېدلی ولس نوې واکمنۍ ته ،چې دنړیوالې ټولنې سیاسی ، اقتصادی او نظامی ملاتړ تر شالری ، تودهرکلى ووایه  ، اوخپل ژوند او برخلیک  یې له نوی  رژیم  سره وتاړۀ ، ځکه  افغان ساده لوح او صادق  ملت داسې وانګېرله ،چې له دې نوې نظام سره  به دافغانانو دنېکمرغۍ پرښته راشی او ددوى  په ژوندکې  به دمنفرجه زاویې په درجې اوښتون سره هر اړخیز بدلونونه او تحولات راد بره او هېواد او ملت به د هوسایۍ ، خوښۍ اوسوکالۍ په لورچټکیونى پرمخیون پیل کاندی ، خوله بده مرغه ،چې  دافغان صادق او ساده زړی  ولس ټولې هیلې او ارمانونه  په خړسېلاب لاهو او تالاترغه  شول . دادى ،په هېواد کې له لس کلن بهیر وروسته دمسؤولیتونو او واک لېږدونې لومړى پړاو پیل او په بریالیتوب سره پاى ته ورسېد او داټکل سره سم به تر (٢٠١۴ ) زېږدیز کال پورې د ټول هېواد دامنیت  چارې افغان امنیتی ځواکونو ته وروسپارل  شی ، خو لادانتقال  پروسه  سرته  نه ده  رسېدلې ،چې په کورنۍ کچه جګړې زور اخېستى ، او په دغو خونړیو پېښوکې ،چې  په  ډله ییز ډول ځانمرګی  بریدونه  ترسره کېږی ، تر دامهاله زموږ  په سلګونو بې ګناه هېواد،چې په هغوکې  ښځې ، ماشومان ، بوډاګان ، ځوانان اونارینه شامل دی ، په بې رحمانه ډول سره وژل کېږی  .خو ددغو ټولوناخوالو،ستونزو اوکړاوونوسره _سره  بیا هم افغان ولس دخپلې ناڅرګندې  برخلیک او راتلونکې  په لور روان دی . نړیوال  ښکېلاک اوزبېښاک که هغه  ختیځوال  دى  او که لویدیځوال  ، افغان اتل او باتور ملت ته  یې ژوره په زړۀ کې تېره کړې او غواړی ، ترهغویې ووهی ،چې  بوغاریې اوکوکارې  یې ترمریخ  پورې ورسیږی او په  پاى کې ښکېلاک ته  د تسلیمۍ سرښکته او سلامی شی . لویدیځ  په هېڅ صورت سره نه غواړی ، افغانستان  په  داسې  ډول سره جوړ اوودان کاندی ،چې  دهغوى اوږدمهاله ګټې  او منافع په کې خوندی نه وی . افغانستان په اسیا او نړۍ کې دخپل جیوپولېټیک موقعیت  پربنسټ  تل مدام  دنړۍ  دزبرځواکونو د فوکس لاندې  ؤ ، د فوکس ﻻندې  دى اود فوکس  ﻻندې  به  وی  . دکارپوهانو داندونو په رڼا کې  دافغانستان کشاله سیمه ییزه نه بلکې  نړیواله ده اوکه په  ډاګه ووایو، د نړۍ  دلویو امپراتور یو برخلیک پرافغان  خاوره  ټاکل کېږی . نو ځکه  تل  ددې  خاوره او ددوى  ژوند او ژواک په جنګ جګړو کې ؤ اودى . اوس ،چې افغان وطن په عملی توګه یونوی  پړاوته سوکه – سوکه  داخلیږی ،نو افغانان او ددوى هېواد یوې  ناڅرګندې او ناروښانه  راتلونکې انتظار کوی . ښکېلاکیانو اوزموږ ګاونډیانو خوږ افغانستان د خپلوسیاسی ، اقتصادی ، او پوځی لوبو په ډګر بدل کړى اودلته یې دناروا او خونړۍ افغان وژنې جګړې اورپه غرغنډو ساتلى او دسونګ  توکی یې بېوزله افغانان  اوپه  تېره پښتانه  دی  . پرافغان ټاټوبی  روانه جګړه  په هېڅډول سره  افغانی صبغه  نه لری  او له یوې ورځې  نه بلې  ته  نوی سیمه ییزاونړیوال  ابعاد ځان  ته غور ه کوی ،چې  دا  چاره  افغانستان  نامعلوم  لورته  بیایی  . دخپګان ،اندېښنې او غم  خبره  خولا په کې داده ، هغوى ( ښکېلاکیان ) غواړی ،چې  دافغانانو داویاړلې او پرتمینه  خاوره  تجزیه کړی او ددغه  استعماری  پلان  عملی کار پیل هم  شوى  دى ، خو افغان دولت مشران او افغان ولس دډانګ او پړانګ ترمنځ ولاړدی ، اونشی کولاى  ، دروانو ترینګلو او کړکېچنو حالاتو پروړاندې ،چې دافغانستان پرضد روان  دی ، له خپله ځان یوه خپلواکه او ټول ملت  منلې  تګلاره او ملی ستراتېژی طرحه او عملی کړی ، ځکه افغان دولت او ملت دواړه دخپل ټولنیز ژوندانه په هره برخه کې دنړیوال امپریا لېستی ښکېلاک له  خوا سوټ  بوټ  برمته  شوی دی ،چې دغې چارې له افغان دولت  مشرانو څخه دعملی اقدام حق تروړلى اودخپلې ناڅرګنده اوناروښانه  راتلونکې په اړه  انتظارکوی . هغه راتلونکې ،چې  د ٢٠٠١ زېږدیز کال  دسپټمبر ١١ مې نېټې له اوښتون وروسته یې له  افغانانو سره  ژمنه شوې وه . هو! ورته ویل شوی وو، چې موږ به افغانستان  په اسلامی نړۍ کې دیوۀ بېلګه ییز هېواد په توګه  ودان  او جوړوو. خوهر څه دروغ  راوختل ، هر څه مازې  داوبو په سرځګ   ؤ، وڅرخېد، پوکاڼۍ جوړې کړې ،ماتې  شوې  او بیا دتل لپاره  ورکې او پوپنا شوې ،دهغوى  درواغجنې  وعدې اوژمنې  ته وا ، په کنګل یې ولېکل او لمر ته یې کېښودل . هو! مکاراو د جال وزمه  ښکېلاک په افغانستان  کې هغه جنایتونه وکړل ، چې ددویمې نړیوالې جګړې پرمهال به نازیانو هم نه وی کړی .هغوى  دنړیوالو بشر حقونو پرخلاف دافغانانو ډله ییزه  وژنه کوی ، دافغانانو کورونه  تالاشی کوی ، ددې خاورې  دبچیانو مړی سوځوی . دولسی خلکو دښادیو او خوښیو محفلونه او مجلسونه بمباری کوی او په زرګونو داسې بشری ضدجنایتونه دی ،چې داښکېلاکیان یې مرتکب  شوی  ﻻ مرتکب  کېږی  ، اودا لړۍ  ښه په تېزۍ سره روانه اوجاری  ده .

زموږ ګران  هېواد انقلابی افغانستان  د خپل سیاسی ، اقتصادی ، اجتماعی او پوځی ژوندانه له خور احساس او برخلیک ټاکونکی  پړاو څخه  دتېرېدا په درشل کې دى ، نو نه ښایی،چې زموږ  دولت مشران په غفلت او ناخبرۍ کې پرېښودل شی ، او لکه شله غوښه دتوپ په خوله کې ورکړل او والوزول شی .

افغان ولس باید دنړیوال ښکېلاک څخه دافغانستان دبیا ودانۍ هیله او طمعه ونه لری  .استعمار چیانو په هېڅډول  سره نه غواړی ،چې دافغانانو هېواد جوړ او ودان کړی . دافغان ولس ناڅرګنده او تیارۀ  راتلونکې له  دې  اتل او باتور  ملت  څخه غواړی،چې  په خپلو کې  دملی یووالى او ملی وحدت  لاسونه یو بل ته ورکړی ، دافغانستان تاریخ  شاهد دى ،چې  کله پرافغانانو سخته راغلې ، نو یو بل ته یې  دوحدت  اواتحاد لاسونه  ورکړی اوخپل ملت او هېواد یې  ژغورلى او خپله  خپلواکې ، ملی واکمنی او ځمکنۍ بشپړتیا یې خوندی او ساتلې ده . اوس یوځل  بیا زموږ هېواد د تاریخ  له یوۀ بل  داسې ازمېښت  سره مخ دى ، اوراتلونکې  یې  په تیارۀ او له خطر سره  مخ  ده ، نو افغان مشران ، ملی شخصیتونه ، قومی مخور اودملت استازی  باید دګران افغانستان  دژغوراوی او نجات په موخه  یوبل  ته  دملی وحدت  لاسونه  سره ورکړی ، ترڅو د اځورېدلى او اسکېرلى ولس  او دا ویاړلې  خاوره  د تاریخ  له جبر او ازمون څخه بریمنه او سرلوړې  راووځی او خپل ګران افغانستان دنړۍ  دمترقی او پرمختللو هېوادونو په کتار کې  ودروی .

تل دې وی زموږ ګران هېواد افغانستان !                                       

۱۵ نظر

  1. I used to be looking for this webpage final 3 times great blog owner great posts anything is terrific

  2. An unputdownable treatment is worth annotate. I conceive that you should indite much on this subject, it strength not be a inhibition subordinate but generally people are not sufficiency to verbalize on specified topics. To the succeeding. Cheers like your وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ.

  3. Wow, wonderful blog layout! How long have you been blogging for? you make blogging look easy. The overall look of your website is fantastic, let alone the content!. Thanks For Your article about وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ .

  4. Fantastic goods from you, man. وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ I have understand your stuff previous to and you’re just extremely wonderful. I actually like what you have acquired here, really like what you’re stating and the way in which you say it. You make it entertaining and you still take care of to keep it wise. I can’t wait to read far more from you. This is really a tremendous وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ informations.

  5. Excellent goods from you, man. وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ I’ve understand your stuff previous to and you’re just extremely fantastic. I actually like what you have acquired here, certainly like what you are stating and the way in which you say it. You make it enjoyable and you still care for to keep it sensible. I cant wait to read much more from you. This is really a wonderful وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ informations.

  6. Great goods from you, man. وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ I’ve understand your stuff previous to and you are just too magnificent. I really like what you have acquired here, certainly like what you’re stating and the way in which you say it. You make it entertaining and you still take care of to keep it smart. I can’t wait to read far more from you. This is really a great وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ informations.

  7. I got what you destine, thanks for swing up. Woh I am gladsome to maturate this website through google. Thanks For Share وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ.

  8. Wow, incredible blog layout! How long have you been blogging for? you made blogging look easy. The overall look of your website is excellent, as well as the content!. Thanks For Your article about وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ .

  9. Wow, incredible blog layout! How long have you been blogging for? you made blogging look easy. The overall look of your website is magnificent, as well as the content!. Thanks For Your article about وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ .

  10. Wow, amazing blog layout! How long have you been blogging for? you make blogging look easy. The overall look of your web site is great, as well as the content!. Thanks For Your article about وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ .

  11. I got what you mean, thanks for swing up. Woh I am cheerful to deed this website through google. Thanks For Share وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ.

  12. I got what you destine, thanks for swing up. Woh I am willing to conceive this website finished google. Thanks For Share وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ.

    • دوست عزیز سلام وحرمت به شما !
      باید احترامأ به عرض شما برسانیم که متأ سفانه بنابر علل تخنیکی از نظر جنابعالی نتوانیستیم استفاده بریم اگربرای شما مقدور و ممکن باشد تمنا میکنیم
      نظر شما را با حروف فارسی ویاهم با حروف لاتین مگر با متن فارسی بنویسید تا از نظرات تان ما ودیگر کاربران عزیز مستفید شویم . از توجه تان یک دنیا سپاسگذاریم
      سکندر تخاری به نمائندگی از تیم نو اندیشی .

  13. You are absolutely right. In it something is and it is good thought. It is ready to support you.

جوابی بنویسید Android Applications بی خیال پاسخ!!

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا