گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ؟
افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ؟

افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ؟

افغانان دکومې  راتلونکې په  انتظارکې ! ؟

 د خوست د ملی احساس د ورځپاڼې څیړونکې او لیکوال فضل وزيرهيله من لیکنه :

که چېرې دګران هېواد افغانستان  تاريخ  ته ځغلند نظروکړو  ، نو هرباب يې په وينو ليکل شوى دى  . دالرغونې او تاريخي خاوره دبشري ژوندانه په هر پېر کې د نړۍ دلويو ښکېلاک کګرو پاچاهانو او هېوادونو د يرغلونو او تيريو ډګر پاتې شوى ،چې دالړۍ  په وقفه يي توګه  ترنن  ورځې را روانه  ده . داڅه کم څلورلسيزې کېږي،چې په ګران افغانستان کې کورګډې خونړۍ جګړه ادامه لري . دغې ويجاړوونکې جګړې  دافغاني ټولنې  دټولنيز ژوندانه بنسټيزه اډانه ورانه  او تباه کړه . د ١٣٥٧ لېږديز لمريزکال  د غويي مياشتي  د ٧ مې نېټې له اوښتون  وروسته دهېواد عملي غميزه پيل شوه ،چې له  ځنډ پرته  تر دامهاله په خورا جديت او شدت سره جاري او دمعصوم اومظلوم افغان ولس وينه په وړيا ډول سره په کې توييږي . له نن څخه لس کاله وړاندې په هېواد کې نوي نظام دچارو سياسي واګي تر لاسه کړې . نوې ادارې سياسي او نظامي واک داسې مهال تر لاسه کړ،چې دهېواد دټولنيز ژوند ژواک اډانه په چورلټ ډول سره له منځه تللې او افغانستان په نړۍ کې په يوۀ  ناکامه  دولت بدل  شوى  ؤ . په هېواد کې دنړۍ نامتو ترهګر او جنايتکاران  راټول  شوي،افغانان او افغانستان دواړه يې برمته او يرغمل کړي وو . د انحطاط او اختناق  کچه خپل  وروستني  پړاو ته رسيدلې او افغان  ټاټوبى له هره اړخه دنړۍ لپاره  په يوۀ  جدي او بالقوه ګواښ بدل شوى  ؤ . دا داختناق او انحطاط توره دوره تر هغووغځېده ، چې بالاخره د ٢٠٠١ زېږديزکال دسپټمبر مياشتې په ١١ مه نېټه د امريکې پرمتحده ايالتونو ويجاړوونکي  بريدونو وشول ،چې په ترڅ کې يې دواشنګټن او نيويارک ښارونو پرتمينې او اسمان څکي ودانۍ دترهګرو په بريدونو او يرغلونو کې والوزول شوې او ايله نړيواله ټولنه ،چې په سرکې يې دامريکې متحده ايالتونه وو،  دافغانستان په اړه له اوږدۀ ژمني خوب څخه راويښه شوه . امريکې اوټلوالې يې دملګرو دامنيت شورا د پرېکړې په رڼا کې پرافغانستان  پوځي بريد وکړ اودطالبانو ارتجاعي او متحجر  رژيم    يې خچ – پچ  پړمخې  رانسکورکړ .  افغان ځورېدلي او کړېدلي ولس نوې واکمنۍ ته ،چې دنړيوالې ټولنې سياسي ، اقتصادي او نظامي ملاتړ تر شالري ، تودهرکلى ووايه  ، اوخپل ژوند او برخليک  يې له نوي  رژيم  سره وتاړۀ ، ځکه  افغان ساده لوح او صادق  ملت داسې وانګېرله ،چې له دې نوې نظام سره  به دافغانانو دنېکمرغۍ پرښته راشي او ددوى  په ژوندکې  به دمنفرجه زاويې په درجې اوښتون سره هر اړخيز بدلونونه او تحولات راد بره او هېواد او ملت به د هوسايۍ ، خوښۍ اوسوکالۍ په لورچټکيونى پرمخيون پيل کاندي ، خوله بده مرغه ،چې  دافغان صادق او ساده زړي  ولس ټولې هيلې او ارمانونه  په خړسېلاب لاهو او تالاترغه  شول . دادى ،په هېواد کې له لس کلن بهير وروسته دمسؤوليتونو او واک لېږدونې لومړى پړاو پيل او په برياليتوب سره پاى ته ورسېد او داټکل سره سم به تر (٢٠١٤ ) زېږديز کال پورې د ټول هېواد دامنيت  چارې افغان امنيتي ځواکونو ته وروسپارل  شي ، خو لادانتقال  پروسه  سرته  نه ده  رسېدلې ،چې په کورنۍ کچه جګړې زور اخېستى ، او په دغو خونړيو پېښوکې ،چې  په  ډله ييز ډول ځانمرګي  بريدونه  ترسره کېږي ، تر دامهاله زموږ  په سلګونو بې ګناه هېواد،چې په هغوکې  ښځې ، ماشومان ، بوډاګان ، ځوانان اونارينه شامل دي ، په بې رحمانه ډول سره وژل کېږي  .خو ددغو ټولوناخوالو،ستونزو اوکړاوونوسره _سره  بيا هم افغان ولس دخپلې ناڅرګندې  برخليک او راتلونکې  په لور روان دي . نړيوال  ښکېلاک اوزبېښاک که هغه  ختيځوال  دى  او که لويديځوال  ، افغان اتل او باتور ملت ته  يې ژوره په زړۀ کې تېره کړې او غواړي ، ترهغويې ووهي ،چې  بوغاريې اوکوکارې  يې ترمريخ  پورې ورسيږي او په  پاى کې ښکېلاک ته  د تسليمۍ سرښکته او سلامي شي . لويديځ  په هېڅ صورت سره نه غواړي ، افغانستان  په  داسې  ډول سره جوړ اوودان کاندي ،چې  دهغوى اوږدمهاله ګټې  او منافع په کې خوندي نه وي . افغانستان په اسيا او نړۍ کې دخپل جيوپولېټيک موقعيت  پربنسټ  تل مدام  دنړۍ  دزبرځواکونو د فوکس لاندې  ؤ ، د فوکس ﻻندې  دى اود فوکس  ﻻندې  به  وي  . دکارپوهانو داندونو په رڼا کې  دافغانستان کشاله سيمه ييزه نه بلکې  نړيواله ده اوکه په  ډاګه ووايو، د نړۍ  دلويو امپراتور يو برخليک پرافغان  خاوره  ټاکل کېږي . نو ځکه  تل  ددې  خاوره او ددوى  ژوند او ژواک په جنګ جګړو کې ؤ اودى . اوس ،چې افغان وطن په عملي توګه يونوي  پړاوته سوکه – سوکه  داخليږي ،نو افغانان او ددوى هېواد يوې  ناڅرګندې او ناروښانه  راتلونکې انتظار کوي . ښکېلاکيانو اوزموږ ګاونډيانو خوږ افغانستان د خپلوسياسي ، اقتصادي ، او پوځي لوبو په ډګر بدل کړى اودلته يې دناروا او خونړۍ افغان وژنې جګړې اورپه غرغنډو ساتلى او دسونګ  توکي يې بېوزله افغانان  اوپه  تېره پښتانه  دي  . پرافغان ټاټوبي  روانه جګړه  په هېڅډول سره  افغاني صبغه  نه لري  او له يوې ورځې  نه بلې  ته  نوي سيمه ييزاونړيوال  ابعاد ځان  ته غور ه کوي ،چې  دا  چاره  افغانستان  نامعلوم  لورته  بيايي  . دخپګان ،اندېښنې او غم  خبره  خولا په کې داده ، هغوى ( ښکېلاکيان ) غواړي ،چې  دافغانانو داوياړلې او پرتمينه  خاوره  تجزيه کړي او ددغه  استعماري  پلان  عملي کار پيل هم  شوى  دى ، خو افغان دولت مشران او افغان ولس دډانګ او پړانګ ترمنځ ولاړدي ، اونشي کولاى  ، دروانو ترينګلو او کړکېچنو حالاتو پروړاندې ،چې دافغانستان پرضد روان  دي ، له خپله ځان يوه خپلواکه او ټول ملت  منلې  تګلاره او ملي ستراتېژي طرحه او عملي کړي ، ځکه افغان دولت او ملت دواړه دخپل ټولنيز ژوندانه په هره برخه کې دنړيوال امپريا لېستي ښکېلاک له  خوا سوټ  بوټ  برمته  شوي دي ،چې دغې چارې له افغان دولت  مشرانو څخه دعملي اقدام حق تروړلى اودخپلې ناڅرګنده اوناروښانه  راتلونکې په اړه  انتظارکوي . هغه راتلونکې ،چې  د ٢٠٠١ زېږديز کال  دسپټمبر ١١ مې نېټې له اوښتون وروسته يې له  افغانانو سره  ژمنه شوې وه . هو! ورته ويل شوي وو، چې موږ به افغانستان  په اسلامي نړۍ کې ديوۀ بېلګه ييز هېواد په توګه  ودان  او جوړوو. خوهر څه دروغ  راوختل ، هر څه مازې  داوبو په سرځګ   ؤ، وڅرخېد، پوکاڼۍ جوړې کړې ،ماتې  شوې  او بيا دتل لپاره  ورکې او پوپنا شوې ،دهغوى  درواغجنې  وعدې اوژمنې  ته وا ، په کنګل يې ولېکل او لمر ته يې کېښودل . هو! مکاراو د جال وزمه  ښکېلاک په افغانستان  کې هغه جنايتونه وکړل ، چې ددويمې نړيوالې جګړې پرمهال به نازيانو هم نه وي کړي .هغوى  دنړيوالو بشر حقونو پرخلاف دافغانانو ډله ييزه  وژنه کوي ، دافغانانو کورونه  تالاشي کوي ، ددې خاورې  دبچيانو مړي سوځوي . دولسي خلکو دښاديو او خوښيو محفلونه او مجلسونه بمباري کوي او په زرګونو داسې بشري ضدجنايتونه دي ،چې داښکېلاکيان يې مرتکب  شوي  ﻻ مرتکب  کېږي  ، اودا لړۍ  ښه په تېزۍ سره روانه اوجاري  ده .

زموږ ګران  هېواد انقلابي افغانستان  د خپل سياسي ، اقتصادي ، اجتماعي او پوځي ژوندانه له خور احساس او برخليک ټاکونکي  پړاو څخه  دتېرېدا په درشل کې دى ، نو نه ښايي،چې زموږ  دولت مشران په غفلت او ناخبرۍ کې پرېښودل شي ، او لکه شله غوښه دتوپ په خوله کې ورکړل او والوزول شي .

افغان ولس بايد دنړيوال ښکېلاک څخه دافغانستان دبيا ودانۍ هيله او طمعه ونه لري  .استعمار چيانو په هېڅډول  سره نه غواړي ،چې دافغانانو هېواد جوړ او ودان کړي . دافغان ولس ناڅرګنده او تيارۀ  راتلونکې له  دې  اتل او باتور  ملت  څخه غواړي،چې  په خپلو کې  دملي يووالى او ملي وحدت  لاسونه يو بل ته ورکړي ، دافغانستان تاريخ  شاهد دى ،چې  کله پرافغانانو سخته راغلې ، نو يو بل ته يې  دوحدت  اواتحاد لاسونه  ورکړي اوخپل ملت او هېواد يې  ژغورلى او خپله  خپلواکې ، ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتيا يې خوندي او ساتلې ده . اوس يوځل  بيا زموږ هېواد د تاريخ  له يوۀ بل  داسې ازمېښت  سره مخ دى ، اوراتلونکې  يې  په تيارۀ او له خطر سره  مخ  ده ، نو افغان مشران ، ملي شخصيتونه ، قومي مخور اودملت استازي  بايد دګران افغانستان  دژغوراوي او نجات په موخه  يوبل  ته  دملي وحدت  لاسونه  سره ورکړي ، ترڅو د اځورېدلى او اسکېرلى ولس  او دا وياړلې  خاوره  د تاريخ  له جبر او ازمون څخه بريمنه او سرلوړې  راووځي او خپل ګران افغانستان دنړۍ  دمترقي او پرمختللو هېوادونو په کتار کې  ودروي .

تل دې وي زموږ ګران هېواد افغانستان !                                       

۱۵ نظر

  1. I used to be looking for this webpage final 3 times great blog owner great posts anything is terrific

  2. An unputdownable treatment is worth annotate. I conceive that you should indite much on this subject, it strength not be a inhibition subordinate but generally people are not sufficiency to verbalize on specified topics. To the succeeding. Cheers like your وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ.

  3. Wow, wonderful blog layout! How long have you been blogging for? you make blogging look easy. The overall look of your website is fantastic, let alone the content!. Thanks For Your article about وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ .

  4. Fantastic goods from you, man. وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ I have understand your stuff previous to and you’re just extremely wonderful. I actually like what you have acquired here, really like what you’re stating and the way in which you say it. You make it entertaining and you still take care of to keep it wise. I can’t wait to read far more from you. This is really a tremendous وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ informations.

  5. Excellent goods from you, man. وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ I’ve understand your stuff previous to and you’re just extremely fantastic. I actually like what you have acquired here, certainly like what you are stating and the way in which you say it. You make it enjoyable and you still care for to keep it sensible. I cant wait to read much more from you. This is really a wonderful وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ informations.

  6. Great goods from you, man. وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ I’ve understand your stuff previous to and you are just too magnificent. I really like what you have acquired here, certainly like what you’re stating and the way in which you say it. You make it entertaining and you still take care of to keep it smart. I can’t wait to read far more from you. This is really a great وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ informations.

  7. I got what you destine, thanks for swing up. Woh I am gladsome to maturate this website through google. Thanks For Share وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ.

  8. Wow, incredible blog layout! How long have you been blogging for? you made blogging look easy. The overall look of your website is excellent, as well as the content!. Thanks For Your article about وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ .

  9. Wow, incredible blog layout! How long have you been blogging for? you made blogging look easy. The overall look of your website is magnificent, as well as the content!. Thanks For Your article about وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ .

  10. Wow, amazing blog layout! How long have you been blogging for? you make blogging look easy. The overall look of your web site is great, as well as the content!. Thanks For Your article about وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ .

  11. I got what you mean, thanks for swing up. Woh I am cheerful to deed this website through google. Thanks For Share وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ.

  12. I got what you destine, thanks for swing up. Woh I am willing to conceive this website finished google. Thanks For Share وب سایت نواندیشی » آرشیو وبلاگ » افغانان دکومې راتلونکې په انتظارکې ! ØŸ.

    • دوست عزیز سلام وحرمت به شما !
      باید احترامأ به عرض شما برسانیم که متأ سفانه بنابر علل تخنیکی از نظر جنابعالی نتوانیستیم استفاده بریم اگربرای شما مقدور و ممکن باشد تمنا میکنیم
      نظر شما را با حروف فارسی ویاهم با حروف لاتین مگر با متن فارسی بنویسید تا از نظرات تان ما ودیگر کاربران عزیز مستفید شویم . از توجه تان یک دنیا سپاسگذاریم
      سکندر تخاری به نمائندگی از تیم نو اندیشی .

  13. You are absolutely right. In it something is and it is good thought. It is ready to support you.

جوابی بنویسید admin بی خیال پاسخ!!

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا