گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » احمدزی صاحب !خیریت خو دی انشأ الله !دا انتخاباتی مسابقه ده که دبُزکشې لوبه ؟
احمدزی صاحب !خیریت خو دی انشأ الله !دا انتخاباتی مسابقه ده که دبُزکشې لوبه ؟

احمدزی صاحب !خیریت خو دی انشأ الله !دا انتخاباتی مسابقه ده که دبُزکشې لوبه ؟

The YouTube ID of GGPWS_mqv0Q#t=72 is invalid.
نواندیشی کابل : په داسی حال کی چی د جمهوری ریأ ست د طلائی څوکی ته در سیدو په موخه د دغه څوکې د یوه نوماند دنړې دویم لمبر متفکراو پوهاند …ډاکتر صاحب اشرف غنی له لوری په رسمی ډول د منډو  مسابقه پیل کیده نو پر خپلو دوه مرستیالانو یی د بُزکشۍ د آسونو پرګمان کولواولاس تیرولو خپل ددغه طلائی څوکۍ نور سیالان اوټولهبشری نړۍ وروسته له هغی چی دده یوه نامی پهلوان اوتجربه لرونکی بُزکش مرستیال د افغانستان دملی وحدت ته رسیدو په هیله ؤویل چی ګنی هغه د ښاغلی عالم پناه  اشرف غنی احمد زی صاحب سره ددی لپاره دریدلې دی چی ګنې افغانستان له ټوټه  کیدو بچ کاندی . کنه نو هغه ته دا جوته وه چی د ډاکتر صاحب عبدالله سره په انتخاباتو کی دریدل په سلو کی سل هغه  ته بریالیتوب ور په برخه کاوه خو دافغانستان د یوه موټی کولو په خاطر او دیو موټی افغانستان له تجزئی او ټوټه کیدو څخه د مخنیوی په موخه می د ښاغلی احمدزی ملاتړ ته اوږه ورکړه .
ashrafghani -Zulmai Rasool others  10
ددغه پهلوان او بُزکش له دغو ګټورو او عالمانه ارشاداتو وروسته شهزاده اشرف غنی مایکروفون واخیست او د جمهوری ریاست ټول کاندیدانو ته یی د مناظری چلنج ورکړ او داسی یی ؤفرمایل : چه زه ټولو د جمهوری ریاست نوماندو ته له کندهاره تر د هلمند تر دشتو ، له کندهاره تر پامیره تر کنړه له فاریاب  سرپل ، جوزجان او هرځای چی دوی په ګوته کوی موږ د مناظری لپاره حاضر یواو د سترګو پر لیمو ورته حاضریو ! ښاغلی شهزاده اشرف غنی په یوه له مسخرو ډکه  موسکا سره له ټولو کانداید ا نو ؤغوښتل چی په دغه مباحثه کی ګډون وکړی خو که دفتر نلری موږ ورته دفتر په کرایه کوؤ !!! که آس نلری جنرال صاحب ورته یو آسپ ورکوی !!که مناظره نه منی نو رادی شی په بُزکشی کی دی رقابت وکړی .!!! له هغه ځایه چی دغه غونډه یوازی د ټوکو او څو شیبو یوه مسخره ډنډوره وه نو د جمهوری ریاست نور و نوماندو هیڅ شانی غبرګون ونه ښود .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا