گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » احــدی صـاحـب داتــا ســـو و لــــی ؟ اشرف خان خو ستاسو دبیروت دکوڅویارؤ !
احــدی صـاحـب داتــا ســـو و لــــی ؟ اشرف خان خو ستاسو دبیروت دکوڅویارؤ !

احــدی صـاحـب داتــا ســـو و لــــی ؟ اشرف خان خو ستاسو دبیروت دکوڅویارؤ !

Nauandeshi Poleticle Desk 15

 پرون د پنجشنبی په ورځ چی د جنوری میا شتی له څوارلسمی سره یی سمون خوړ د افغانستان د ۱۴ کلنی غمیزی د بنسټ ایښودونکی انورالحق احدی په مشرتابه دنوی  افغانستان د ملی جبهی په نوم ائتلاف راشین شو . د طالبانود رژیم  له پرزیدووروسته د ملی مسئلې ۱په نوم د پاکستان د استخباراتی سازمان ISI مانیفیست لیکوال  ښاغلی انورالحق احدی د افغانستان په معاصر تاریخ کی هغه سیاسی څیره ده چی خپل ټول سیاسی ژوند د خپلو لنډمهاله هوسونو قربانولای شی . او  د سیاست د ډګر ډیری لوړې پوړۍ یی په لږ وخت کی وهلی او د ” سیأ ” ست ډګر ته یی وردانګلی دی . شهرت او کاذب قدرت ته درسیدو په خاطر یی د ژوند انه لوی او غټ ارزشونه  په سیاسی  قمارکی بایللی  دی . نوځکه خو هغه یو ماهر او چل بازه ” سیأ” ست وال بللی شی .

د ښاغلی انورالحق احدی غټ توپیر له نورو سیاست والو سره دادې چی نور سیاست وال که په خپل سیاسی ژوند کی د مخالفت او یاهم دوستې کولو لپاره ځینی معیارونه لری او که دچاسره یی دمخالفت او یاهم دوستی کولو فکر په سر کی را وګرځی نو هرو مرو به د خپلو ټاکل شویو معیارونو سره په جوړښت له هغوی سره  ددوستی او یاهم مخالفت نغره غږوی . خو احدی صاحب بیا داسی نه دی ، هغه د هرچا سره هرشانی پیوند  ته د معاملی په سترګه ګوری نو ځکه خو یی د ژوند عمومی ډګر په ځانګړی توګه  د سیاسی ډګرپه څنډو  کی خپل اعتبار بایللی او دسیاست د ډګر هغه څیره بللی شی چی دخپلو نږدی دوستانو او یارانو هم پری باور او ډاډ نه شی راتلای .د افغانستان په وروستنی تاریخ کی د ښاغلی انورالحق احدی بی خونده او شرمؤونکی دریځونه یی د احدی صاحب د سیاست یوه څرګنده بیلګه ده . داسی چی د احدی صاحب  دریځونه او لنډ مهاله ملاتړونه نه یوازی د یوه روڼاند دریځ نه شی بلل کیدای بلکه د افغانستان د جګړه ځپلی ټاټوبی د یوه خوار او په ګیډه وږی وګړی هم تری کرکه راځی . لیری به نه ځو د احدی صاحب  دا دتیر یوه کال دریځونو ته به راشو .

له هیچا پټه نه ده چی ښاغلی احدی لکه دخپل بیروتی ټولګیوال اشرف خان غنی په څیر ددغه حاکمی مافیأ له بنسټ ایښودونکو ګڼلای شی . او څوارلس کاله یی د همدی مافیأ په لوړو پوستونو او مقاماتو کی دنده ترسره کړی ده ، او آن تر دی چی ویل کیږی هغه مهال چی ښاغلی انورالحق احدی د مالیی د وزیر په تو ګه دنده ترسره کوله ددغه وزارت د ګمرکاتو په شانی ټول غوړ پوستونه یی د افغان ملت د تاریخی ګوند چی د پاپا غلام محمد فرهاد میراث بللی شو پر کدرونو ؤویشل . او داسی چی ځینی خو یی له له هیواد څخه بهر هم له ځانه سره بیولی ؤ . په دی توګه یی نه یوازی دافغان ملت ګوند غیرتی او په هیواد مین کدرونه  پر ډالرو روږدې کړل بلکه له هغه ځایه چی ددغه ګوند زیاتره غړې د افغانستان د غیرتی قوم پښتنو سره تړاؤ درلود د افغانستان په  تاریخی هیواد کی د اوسیدونکونورو عزتمندو  قومونو تر نظر سپک او ذلیل راوستل چی دا دښاغلی انورالحق احدی کاذب قدرت او شهرت ته درسیدو له عوارضو ؤبلل شول . لنډه داچی له کله نه د دغه مافیأ یوی بلی څیری ښاغلی محمد اشرف خان غنی احمدزی  د جمهوری ریاست ته د کاندیدیدو مسأله تر غور لاندی راغله نو ښاغلی احدی د محمد اشرف خان غنی احمدزی  په ګټه  چی دهغه له بیروتی یارانو شمیرل کیده تبلیغ پیل کړ او داسی چی هغه یی د افغانستان او افغانانود نجات  لپاره یوازینی په کارپوه شخصیت وشمیرلو . خو له کله چی د حضرت جان کری Jan Kerry او یان کوبیس Jan Cobese له لوری په افغانستان کی د ملی وحدت د حکومت نقشه په پلی کیدو شوه اونړیوالی ټولنی  له فساد پرته د یوی اداری د جوړیدو غوښتنه رامینځ ته کړه نو د ښاغلی انورالحق احدی خوبونه هم له تعبیر پرته په ډاګ پاته شول  . نوځکه خو ښاغلی احدی په وار ، وار ددی پرځای چی پردی تراخه واقیعت اعتراف وکړی چی دوی نه شی کولای هغه کاپی شوی معجونی نسخی که ډیری باارزښته هم وی د  جګړه ځپلی افغانستان لپاره تجویز کړی نو په وار ، وار په افغانستان کی یوازی پردی شعار ورکولو چی هرڅه پوره دی خو یوازی حکومت چی فاسد دی او کار هال کارته نه سپاری ړنګ او داساسی قانون مطابق دی نوی حکومت جوړ شی .

ښاغلی انورالحق احدی د آزادی رادیو سره په یوه مرکه کی د ټولو هغو ډلو ټپلو یادونه کوی چی له دوی سره یی د افغانستان نوی ملی جبهه جوړه کړی ده .

له ټولو زیاته د حیرانتیا خبره خوداده چی د انورالحق احدی په مشری  په دی نوی  جبهه کی چی پرون د پنجشنبی په ورځ یی د جوړیدو اعلام وکړ ټولی هغه څیری راغونډی شوی دی چی بی له دی چی ؤوایی دحکومت پر کومه برخه نیوکی کوی اوحکومت  باید څه وکړی ؟ یوازی پر شعارونو اکتفأ کوی او وایی چی کاردی اهل د کار ته وسپارل شی .!! اویاه ښاغلی احدی واېی چی زه د ځینو کړیو داخبره په کلکه ردوم چی ګنی ددی حکومت لپاره بدیل نشته .! زه وایم چی دا ډیره بی معنا خبره ده دادې بدیل یی شته .! نواوس پکارده چی له ښاغلی احدی صاحب څخه چی د نوی دموکراتیکی ملی جبهی بنسټ یی ایښې دی چی دده په هاند څنګه کولای شی اولس پر هغه چا باور وکړی چی د خپل څو څلویښت کلن یار او ملګری ښاغلی اشرف غنی په هکله یی وای چی ګنی دومره یی هم نه پیژاند !! خو بس اوس ورته څرګنده شوه چی حکومت په فریب او خلکو ته په دوکه ولاړدی .!! پوهان وائی چی روڼاندی د ټولنی سرغندویه وی خو هسی نه چی اولسونه د روڼاندود سرغندویه ځواک په توګه له روشنفکرانوپه ړومبې قطار کی ولاړ وی . اولس او په تیره په بهر کی اوسیدونکی افغان روڼاندو ته دا په جوته شوی ده چی په خواشینی سره ښاغلی احدی د خپل ژوند ټوله سرمایه د خپل هوس په قمار کی بایللی ده او نور نو دهیڅ شانی باور وړنه نه دی .

۱ : دکتاب نوم  “ملی مسئلې ” لیکونکی پروفیسور انورالحق احدی – خپرؤنکی مؤسسه : دعلامه محمود طرزی کلتوری ټولنه : دچاپ کال ۱۳۸۰ هجری شمسی لړم –(۲۰۰۱ نومبر ) شمیر ۲۰۰۰ ټوکه –کمپوز اوچاپ : صبور لزرکمپوزینګ – ګل حاجی پلازه –دویم پوړ ۱۲۲ خونه –ټیلفون ۸۴۳۳۸۲- کمپوزر :سید طارق پولاد :

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا